د روڼوالي نړيوال سازمان (ټرانسپرنسي انټرنېشنل) له خوا د فساد په اړه کلنى راپور چې وړمه ورځ خپور شوى دى،پکې افغانستان يو وار بيا په نړۍ کې لومړى فاسد هېواد اعلان شوى دى.
د روڼوالي نړيواله اداره، چې په ۱۹۹۳ ميلادي کال کې جوړه شوې او مرکز يې د جرمني په برلين کې دى، د نړۍ په يو سلو اتيا هېوادونو کې دفترونه لري، چې د فساد په اړه معلومات راټولوي.
دې ادارې په خپل کلني راپور کې، چې په کې د نړۍ په ١٧٧ هېوادونو کې د اداري فساد موارد څېړل شوي، افغانستان ته له سوماليا او شمالي کوريا سره يو ځاى لومړى مقام ورکړى دى.
د راپور د معلوماتو له مخې، په ٢٠١٣ کال کې هم افغانستان، سوماليا او شمالي کوريا له ۱۰۰ څخه تر ټولو کمې اته، اته نومرې اخيستې دي.
سوډان، سوېلي سوډان، عراق، ازبکستان، ترکمنستان او سوريه نور فاسد هېوادونه دي.
پهراپور کې راغلي، چې ډنمارک او نيوزيلينډ د ٩١-٩١ نومرو په اخيستلو سره هغه هېوادونه دي، چې له اداري فساد څخه تر ډېره بريده پاک دي، لومړى او دويم مقامونه يې اخيستي دي.
په افغانستان کې د اداري فساد پر ضد د مبارزې د افغاني شبکې مشر ډاکتر شفيق همدم ياد راپور تاييدوي او وايي چې رښتيا هم په افغانستان کې فساد ډېر شوى دى.
هغه پر ياد راپور د اندېښنې په څرګندولو ترڅنګ وايي، نور هېوادونه پرمختګ کوي، خو افغانستان شا ته روان دى.
همدم رسنیو ته وويل:دا موږ افغانانو او حکومت ته ډېر د شرم ځاى دى، چې د هر کال په تېرېدو سره زموږ په هېواد کې فساد زياتېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان تېر کال هم په اتو نومرو سره په لومړي مقام، خو د ۲۰۱۱ کال پر مهال د ۱۵ نومرو او په ۲۰۱۰ کال کې د ۱۱ نومرو په اخيستو سره دويم مقام خپل کړى و.
افغانستان